ننګرهار پوهنتون کې د ۸ کادري بستونو لپاره له ۲۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
PICTURE

یاده ازموینه د لوړو زده کړو محترم وزارت او ننګرهار پوهنتون ګډ هیئت له خوا د ننګرهار، بامیان، خراسان او متانت پوهنتونونو انجنیري، اقتصاد، ښوونې او روزنې، ساینس او کمپیوټر ساینس پوهنځیو لپاره واخیستل شوه.
د علمي کادر بستونو یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي او ننګرهار پوهنتون رهبرۍ په حضور کې د ټاکل شوي ممتحنه هیئت له خوا په کرنې پوهنځي کې واخیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل طیب الله زاهد، د ننګرهار پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنیار مولوي محمد طارق مخلص د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست څخه د راغلي پلاوي مشر ښاغلي نويدالله احمدي په ملتیا د ازموینې اخیستلو بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړو د ازموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu