د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته په جماعت سره د لمانځه ادا کولو د فضیلت په اړه دیني سیمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۵۷
انځور

یاد سیمینار چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا اداري او خدماتي کارکوونکو ته  وړاندې شو، پر مهال یې د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د لمانځه حکم، جماعت سره لمونځ کولو اهمیت، ثوابونو او نه کولو وعیداتو په هکله تفصیلي معلومات وړاندې شول.

دغه سيمینار د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زَلِف وړاندې کړ او ویې ویل، چې په جماعت سره لمونځ د الله تعالی د رضا او زیات اجر ترلاسه کولو ترڅنګ د مسلمانانو ترمنځ د اتفاق او پیوستون سبب ګرځي.

نوموړي ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د جمعې لمانځه ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په جماعت سره د لمانځه اداء کول خپل منظم عادت وګرځوي او د اسلامي احکامو او ارزښتونو په رعایت سره د سالمې او متدینې ټولنې په جوړولو کې خپل رول ترسره کړي.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu