کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
انځور

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو همکارانو او ټیم غړو په مرسته د دې پوهنځي علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو ته (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې کړ.

یاد ورکشاپ چې په حضوري او انلاین بڼه ترسره شو، د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د مالي راکړې ورکړې د یوه نړیوال ماډل د معرفي کولو، د هغه د کاري میکانیزم، تخنیکي جوړښت او عملي ګټو په اړه تنظیم شوی و.

ورکشاپ دوه برخې لرلې چې په لومړۍ برخه کې د پروګرام موخې، مخینه، د سیسټم پېژندنه، د کارونې طریقې، د ګډون شرایط، عامه پوهاوی او نور اړوند موضوعات د بهرنیو استادانو له خوا په انلاین بڼه تشریح شول.

په دویمه تخنیکي برخه کې استاد حیدرزي د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ جوړ کړي بېلابېل ماډلونه معرفي او تشریح کړل او دغه راز یې د یادو ماډلونو د کاري بهیر،کارېدلو الګوریتمونو، ریاضيکي او احصایوي فورمولونو او د سیستم تخنیکي جوړښت په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د ورکشاپ په پای کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس پوهنوال علي جان عادل د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ د کارونې، علمي څېړنو او د مالي سیستمونو د پرمختګ په تړاو وړاندې شوي معلومات ګټور وبلل، له وړاندې کوونکو استادانو څخه د مننې ترڅنګ یې د ورته علمي او مسلکي برنامو د دوام غوښتنه وکړه.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu