ژبو او ادبیاتو پوهنځي خپل۷۳ تنه ممتاز محصلین وستایل.

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۱۶
انځور

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي فرهنګي کمېټې د دې پوهنځي د بېلابېلو څانګو (۷۳) تنه محصلین چې د تېرخزاني سمستر نهايي ازموینو په پایله کې یې د خپلو ټولګیو په کچه لوړې نومرې اخیستې وې، د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل.

په همدې موخه د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال م.ولوي عبیدالله عابد، د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم خان سعید، د پوهنځي مسؤلینو، استادانو او ګڼو محصلینو په کې برخه لرله.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې مشر پوهنیار حفیظ الله باغبان د ښه راغلاست وینا پر مهال وویل، چې دا غونډه د هغو محصلینو درناوي او تشویق لپاره جوړه شوې چې په خپل درسي بهیر کې یې ډېرې خوارۍ کړي او د خپلو کوښښونو په نتیجه کې د ټولګي په کچه ښه ځلیدلي او لوړې نمرې یې ترلاسه کړي.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د یاد پوهنځي مرستیال پوهندوی هدایت الله حکیمي په خپلو ویناوو کې د ممتازو محصلینو وړتیاوې وستایلې، د محصلینو په مسؤلیت اداینې یې ټینګار وکړ او یاد محصلین یې د نورو لپاره د الهام سرچینه وبلله.

نوموړو زیاته کړه، ممتاز محصلین نه یوازې دا چې د خپلو کورنیو لپاره د ویاړ باعث ګرځي، بلکې د خپل پوهنتون او هېواد نوم هم ځلولی شي او دوی به راتلونکي کې د محصلینو د لا ښې روزنې لپاره سالمې رقابتي سیالۍ دایرې کړي.

د غونډې په پای کې د پوهنتون رهبرۍ غړو، پوهنځي مسؤلینو او استادانو د یادو محصلینو د هڅو او مثبتو کړنو د ستاینې او تقدیر په موخه هغوی ته ستاینلیکونه ورکړل.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu