د ننګرهار پوهنتون د خزاني سمستر منځنۍ ازموينې پيل شوې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۴
picture

د ننګرهار پوهنتون اړوندو پوهنځيو کې د روان خزاني سمستر منځنۍ (۲۰ فیصده) ازموينې نن د عقرب میاشتې په ۱۰ مه نېټه پيل شوې، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني ازموینو بهیر څخه د لیدنې پر مهال مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ازموینې دې د ټاکلو اصولو سره سمې واخلي او پایلې یې په خپل وخت له محصلینو سره شریکې کړي.
د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال شیخ شاکرالله وحدت وویل، چې د ازموینو د شفافې اخیستنې په موخه یې د پوهنتون ازموینو مرکزي کمېټې سره په ګډه په اتو مادو کې یو داخلي طرزالعمل جوړ کړی، چې له مخې به یې په منظمه او شفافه توګه ازموینې واخیستل شي.
شیخ صاحب وحدت د ازموینو مرکزي کمېټې غړو سره د مجلس پر مهال هغوی ته لارښوونه وکړه چې د روانو ازموینو بهیر څخه دې په کلکه څارنه وکړي، چې د هغوی له خوا ورته د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړل شو. 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu