د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ د ساینس او طب پوهنځيو د جدیدالشمول محصلینو په ښه راغلاست غونډو کې ګډون وکړ.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۲:۵۴
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس، د اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو د ساینس او طب پوهنځیو نویو راغلو محصلینو ته د ښه راغلاست په موخه جوړو شویو غونډو کې ګډون وکړ او یادو محصلانو ته یې د هرکلي تر څنګ لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي یادو غونډو کې د خپلو ویناوو پر مهال نویو راغلو محصلینو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ هغوی نېکمرغه وبلل، چې د هېواد په کچه د لوړ اعتبار درلودونکي اکاډمیک مرکز (ننګرهار پوهنتون) ته، چې د پیاوړو مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې اوږده مخینه لري، بریالي شوي دي.

picture


نوموړو وویل: د ننګرهار پوهنتون چاپېریال کاملاً اکاډمیک دی او د هر ډول قومي، ژبني او سمتي توپیر پرته له محصلینو سره د اسلامي شریعت په رڼا کې قانوني او اصولي چلند کېږي.
د پوهنتون رهبرۍ غړو نوي راغلي محصلین خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړل او ترې ویې غوښتل، چې د نورو بې ځايه بوختياوو پر ځاى خپل وخت په تدريس، مطالعې او څېړنو تېر کړي.
د طب پوهنځي رئیس پوهنوال محمد عظیم عظيمي او د ساینس پوهنځي رئیس پوهنمل رفیع الله رفیع یادو غونډو ته په خپلو خبرو کې نویو راغلو محصلینو سره د معیاري مسلکي روزنې او ورته د لازمو سهولتونو برابرولو ژمنې وکړې او هغوی یې نظم او دسپلین مراعتولو ته راوبلل.
د غونډو په پای کې جدید الشمول محصلینو ته د یادو پوهنځيو له لوري د پوهاوي په موخه د پوهنتون، پوهنځي پېژندنې، کریکولم، چاپېریال ساتنې او نورو لازمو موضوعاتو اړوند معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شول. 
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu