ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۰:۱۹
picture

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د کب په ۶مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د ټورنمنټ د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال حافظ سید محمد قاسم هاشمي د سپورت په ارزښت او ګټو خبرې وکړې او سپورتي فعالیتونه یې د محصلینو په فزيکي او ذهني وده کې اغېزمن وبلل.

نوموړي ددغه ډول سياليو پر دوام د ټينګار او ملاتړ څرګندولو تر څنګ محصلین د سپورتي اصولو او اخلاقو رعایتولو ته راوبلل.

د پوهنتون د بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ د پیل شویو سیالیو په اړه وویل، چې له دې سیالیو یې موخه محصلینو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول او دغه راز د نوي تحصیلي کال لپاره د پوهنتون د فوټبال د منتخبې لوبډلې ټاکل دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS