ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوی ؤ.
د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ وویل: له یادو سیالیو یې موخه محصلینو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول او دغه راز د پوهنتون د فوټبال د منتخبې لوبډلې ټاکل ؤ.
د ښاغلي کاکړ په وینا، د سیالیو پایلوبې ته د اقتصاد او شرعیاتو پوهنځیو لوبډلو لار پیدا کړه، چې د اقتصاد پوهنځي لوبډلې وکولای شو، چې ۱ د صفر پر وړاندې د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي او په دې توګه د اقتصاد پوهنځي لوبډلې لومړی او د شرعیاتو پوهنځي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
د ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي په ګډون د اقتصاد او شرعیاتو پوهنځیو رئیسانو او استادانو برخه لرله، چې د سیالیو ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته یې ستاینلیکونه، کپونه، مډالونه او نورې ډالۍ ورکړې.