په ختيځ کې د نړيوال روغتيايي سازمان مسؤل د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره ولیدل.

nu_admin
Wed, Jun 01 2022 8:09 AM
imamge

 

په ختيځ کې د نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) ادارې مشر ډاکتر عبدالمتین سهاک د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح، د تدریسي روغتون رئیس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال او د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي هم په کې برخه لرله، د پوهنتون د تدریسي روغتون او روغتیايي کلینیک ترمیم، تجهیز او محصلینو ته د روغتیايي اسانتیاوو رامنځته کولو پر شونتیا بحث او خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د خپلې وینا پر مهال د پوهنتون تدریسي روغتون سره د طبي وسایلو، درملو او نورو بېلابېلو برخو کې د نړيوال روغتيايي سازمان د مرستې او همکارۍ مننه وکړه او د یادو مرستو د تقدیر تر څنګ یې په راتلونکې کې د هغې د دوام غوښتنه وکړه.

نوموړي دغه راز د پوهنتون د مرکزي لیلیې کلینیک د ترمیم او تجهیز، یو عراده مجهز امبولانس، ګرځنده روغتیايي ټیمونو توظیف، د پولیو واکسیناسیون پروژې د څارنې پروګرام کې د محصلینو د شمېر زیاتوالي، د استادانو او محصلینو په مرسته د ځینو تحقیقي پروژو پلي کولو او محصلینو ته د لومړنیو طبي مرستو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپونو جوړولو وړاندیز او سپارښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت هم د نړيوال روغتيايي سازمان (WHO)ادارې د تېرو مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون کې د ۱۸ زرو تنو په شاوخوا کې محصلین، استادان، اداري او خدماتي کارکوونکي او د استادانو د فامیلونو غړي اوسېږي، چې د دومره جمیعت لپاره شته روغتیايي اسانتیاوې د نشت برابرې دي.

نوموړي د روغتیا د نړیوال سازمان څخه په بېلابېلو برخو کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ختيځ کې د نړيوال روغتيايي سازمان مشر ډاکتر عبدالمتین سهاک د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې ننګرهار پوهنتون ته به په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

نوموړي وویل، د تدریسي روغتون او د مرکزي لیليې کلینیک سره به د درملو او طبي تجهیزاتو سربېره د ځینو برخو په ترمیم او رغولو، اوبو رسولو او وینې بانک جوړولو برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي سهاک ژمنه وکړه، چې د پوهنتون پاتې غوښتنې به د منظورۍ او اجرااتو په موخه د خپلې ادارې له مشرانو سره شریکې کړي.

د مجلس په وروستۍ برخه کې ښاغلي سهاک د پوهنتون د مشرتابه په ملتیا د لیلیې د کلینیک او ځینو نورو برخو څخه لیدنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 29 2022 9:27 AM
Background image

Acting Minister of Higher Education praised the presidents of Kabul Polytechnic and Nangarhar Universities.

 

Acting Minister of Higher Education Alhaji Maulvi Abdul Baqi Haqqani, President of Kabul Polytechnic University, President of Nangarhar University Dr. Khalil Ahmed Behsudwal, Prof.. . .
Tue, Jun 29 2021 7:44 AM
Background image

Nangarhar University signs MoU with Al Taqwa Institute of Higher Education.

 

 

According the officials, with accordance to the MoU, both the higher educational institutions would support each other in teaching, research, practicums, appointment of the. . .

Mon, Jun 28 2021 7:33 AM
Background image

Chancellor of Nangarhar University Professor Emeritus Dr. Khalil Ahmad Behsoodwal leads Academic Council.

 

 

Vice Chancellor for Academic Affairs Assistant Professor Dr. Mohammad Hamid Kadwal, Vice Chancellor for Administrative and Financial Affairs, Deans of faculties, Professors, the. . .

BACK TO NEWS

User account menu