ننګرهار پوهنتون کې د ماسترۍ دورې کانکور ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
Mon, Mar 14 2022 8:39 AM
image

 

یاده ازموینه د کب په ۲۰مه ددې پوهنتون د ماسترۍ دورې د شپږو برنامو لپاره د ازموینو د ملي ادارې او ننګرهار پوهنتون له خوا د نږدې ۱۵۰۰ تنو کاندیدانو څخه واخیستل شوه.

د ازموینې په پرانیستغونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو او استادانو سربېره د ازموینو ملي ادارې راغلي پلاوي برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل: د کانکور په نننۍ ازموينه کې (۱۴۴۸) تنه کاندیدان برخه لري، چې په دوه حوزو کې ترې د ازموينو د ملي ادارې څخه د راغلي لس کسيز پلاوي او د ننګرهار پوهنتون د پنځوسو تنو استاذانو له خوا ازموینه اخيستل کېږي.

نوموړي وویل: د یادو کاندیدانو له ډلې به (۲۸۰) تنه د ننګرهار پوهنتون د فقهې او قانون، تفسير او حديث، قضاء او څارنوالۍ، پښتو ژبې او ادب، عربي ژبې او ادب او ادارې او تجارت څانګو ماسترۍ پروګرامونو ته لار پیدا کړي.

پوهاند بهسودوال ممتحنو استادانو ته په شفافه توګه د ازموینې اخیستلو سپارښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې هيڅوک حق نه لري، چې په بې ځایه مداخلې سره د کانکور ملي پروسه اخلال او داغداره کړي.

د غونډې دويم ويناوال د ازموينو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر او د یادې ادارې د پوښتنو بانک د انکشاف او انسجام رئیس پوهنمل دوکتور سید روضت الله مجید ؤ، چې د ازموینې په اړه د لنډو معلوماتو سربېره یې د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون له استاذانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه، چې د ننګرهار پوهنتون رئيس او مرستیالانو د ازموینو د ملي ادارې د راغلي پلاوي په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه لیدنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 29 2022 9:27 AM
Background image

Acting Minister of Higher Education praised the presidents of Kabul Polytechnic and Nangarhar Universities.

 

Acting Minister of Higher Education Alhaji Maulvi Abdul Baqi Haqqani, President of Kabul Polytechnic University, President of Nangarhar University Dr. Khalil Ahmed Behsudwal, Prof.. . .
Tue, Jun 29 2021 7:44 AM
Background image

Nangarhar University signs MoU with Al Taqwa Institute of Higher Education.

 

 

According the officials, with accordance to the MoU, both the higher educational institutions would support each other in teaching, research, practicums, appointment of the. . .

Mon, Jun 28 2021 7:33 AM
Background image

Chancellor of Nangarhar University Professor Emeritus Dr. Khalil Ahmad Behsoodwal leads Academic Council.

 

 

Vice Chancellor for Academic Affairs Assistant Professor Dr. Mohammad Hamid Kadwal, Vice Chancellor for Administrative and Financial Affairs, Deans of faculties, Professors, the. . .

BACK TO NEWS

User account menu