د ننګرهار پوهنتون د ازموینو کمېټې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

sakhizada_admin
Mon, Mar 29 2021 10:12 AM
image

 

په نوموړې کاري ناسته کې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي هم برخه لرله، د سمستر د راتلونکو ازموینو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د پوهنتون مشرتابه د ازموینو د مرکزي کمېټې د تېرو کړنو او فعالیتونو مننه وکړه، چې له امله یې د پوهنتون ازموینې تر ډېره بریده رڼې او معیاري شوي او د اصولو او مقرراتو سره سم یې په راڼه او شفاف ډول د راتلونکو ازموینو د اخیستلو سپارښتنه وکړه.

د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهاند احمد ګل واثق د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د کمېټې د غړو په مرسته به په منظمه توګه د ازموینو د اخیستلو بهیر څارنه وکړي او د کمېټې د کړنلارې سره سم به ازموینې واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د روان سمستر ازموینې به د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې سره سم د حمل په ۱۵ مه نېټه پیل او د ثور تر ۷ مې نېټې دوام وکړي.

Latest news

Thu, Jan 14 2021 9:04 AM
Background image

Nangarhar University celebrates Constitution Week.

 

 

At the celebration ceremony of Constitution Week, the speakers discussed the history, content, necessity, sovereignty, implementation, and value of the Constitution.

Chancellor. . .

Tue, Dec 29 2020 9:17 AM
Background image

Nangarhar University convenes Academic Council

 

The Academic Council of Nangarhar University held a meeting under the leadership of Professor Emeritus Dr. Khalil Ahmad Behsoodwal, the Chancellor of Nangarhar University.

The. . .

Tue, Dec 08 2020 12:11 PM
Background image

Monument of famous Ghazi Mirzaman Khan is built at Nangarhar University Gate.

 

According to officials, the purpose of the monument is to familiarize the young generation with country’s history and proud past.

Chancellor of Nangarhar University Professor. . .

BACK TO NEWS