د ننګرهار او الفلاح پوهنتونونو تر منځ د څېړنیز کنسورشیم د ایجاد سند لاسلیک شو

nu_admin
Wed, Oct 14 2020 8:56 AM
image

 

د دوشنبې په ورځ د میزان پر ۲۱مه نېټه د ننګرهار او الفلاح پوهنتونونو د علمي څېړنو د ګډ کنسورشیم يا اتحاد د ایجاد غونډه د ختیزو ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو او اړونده مسؤلینو په ګډون د ننګرهار پوهنتون په مسلکي پرمختیا مرکز(PDC) کې وشوه.

د علمي څېړنو دا کنسورشیم د ننګرهار او الفلاح پوهنتونونو د څېړنیزو مراکزو په نوښت ایجاد او د ختیځ زون ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو د ګډ کار لپاره موثر او اغېزناکه جوړښت بلل کيږي، چې له مخې به یې د بازار او ټولنې د غوښتنو پر اساس د څېړنو په برخه کې ګډې ګټورې پایلې ولري.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د غونډې په پرانیستې وینا کې په هېواد کې د لوړو زده کړو پر بهیر او د دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو پر تأسیس رڼا واچوله. نوموړي وویل: دا مهال په هېواد کې ۳۹ دولتي او ۱۳۱ خصوصي پوهنتونونه فعالیت کوي، چې د هېواد ستره بشري قوه یې د علم او پوهې پر ګاڼه سمبال کړې ده. نوموړي ننګرهار پوهنتون په پوهنیز ډګر کې له کابل پوهنتون وروسته دویم ستر اکاډمیک مرکز یاد کړ، چې د هېواد د زیاتره پوهنتونونو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او له الفلاح پوهنتون سره د څېړنو په برخه کې د ګډ کار هوکړه لیک یې د یادې لړۍ یوه بله کړۍ وبلله.

پوهاند بهسودوال وويل: استادان بايد د علمي ترفيعاتو لپاره د څېړنېزو مقالو وړاندې کولو وروسته يادې څېړنې په علمي مجلو کې نشر کړي تر څو اړوند افراد او ادارې ترې ګټه پورته کړي.

د الفلاح پوهنتون رئیس ډاکټر سید معشوق سادات په خپلو خبرو کې د خصوصي پوهنتونونو پر وضعیت، د کېفیت پر ښه والي، له ننګرهار پوهنتون سره د الفلاح پوهنتون پر ګډو علمي برنامو او د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا رڼا واچوله. نوموړي ننګرهار پوهنتون د پوهنیز بهیر سرلاری او د موجوده نظام ډېره بشري منبع یې د همدې علمي مرکز تولید وباله. نوموړي زیاته کړه: زه د همدې پوهنتون فارغ یم، نه یوازې دا چې ځانته مې کار پېدا کړی دی؛ بلکې پر ځان سربېره تر درې سوو زیاتو نورو کسانو ته مې هم د دندې زمینه برابره کړې ده او دا د دې ښکارندویي کوي، چې ننګرهار پوهنتون ظرفیت سازه علمي اداره ده. نوموړي د دې کنسورشیم پر ایجاد خوښي وښوده، د ننګرهار پوهنتون ملاتړ یې وستایه او د څېړنو په ګډه کاري برخه کې یې د یاد پوهنتون رهبرۍ ته ډاډ ورکړ.

د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د ننګرهار پوهنتون له لوري د خصوصي پوهنتونونو د څارنې او ملاتړ پر وضعیت خبرې وکړې او د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو ته یې د کېفیت پر ښه والي، د زده کړییزو نصابونو پر نوي والي، په زده کړو کې محصل محوري او د زده کړو پايلې په پام کې نيولو په شمول د معلوماتي ټکنالوژۍ کارونې پر ارزښت خبرې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو کمېټې مشر پوهنوال ډاکتر سید ضیاء الحق بنوري د ننګرهار پوهنتون د څېړنو پر تېر او اوسني وضعيت او راتلونکيو څېړنيزو برنامو خبرې وکړې، د دې کنسورشیم ایجاد یې د څېړنو په برخه کې د پیاوړتیا پېل وباله. نوموړي وویل: له دې ګډې هڅې مو موخه دا ده چې په پوهنتونونو کې له سهولتونو ګډه ګټه واخېستل شي، تدریسي نصاب د څېړنو د پايلو پر اساس پیاوړی شي، د محصلینو د ګډو څېړنيزو فعاليتونو په پاېله کې دوی یو بل وپېژني، نظریات تبادله کړي او ګډې څېړنې ترسره کړي.

د الفلاح پوهنتون علمي مرستیال شمس الدین همت د علمي څېړنو په برخه کې د الفلاح پوهنتون د ترسره شویو کړنو او راتلونکو پلانونو په هکله خبرې وکړې. نوموړي وویل الفلاح پوهنتون د څېړنې آمريت تر څنګ د علمي څېړنو اصلي او فرعي کمېټې لري، د څېړنو د نشر علمي مجله لري، د ټولو نصابي او غېر نصابي فعالیتونو د نشر چاپي خپرونه(بولېټن) لري. تر دې دمه د دې پوهنتون د استادانو لسګونه څېړنې په ملي او بهرنيو ژبو په داخلي او بهرنيو علمي مجلو کې خپرې شوې دي. نوموړي په الفلاح پوهنتون کې د څېړنو د کتنې او نشر، د استادانو او محصلينو د ملاتړ او تشويق په موخه شته مادي او تخنيکي امکاناتو يادونه وکړه. نوموړي وويل: د دې کنسورشیم په ایجاد سره چې د الفلاح پوهنتون له خوا د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو د همغږۍ او ګډ کار لپاره د ۱۳۹۸ لمريز کال په دلوې مياشت کې ننګرهار پوهنتون ته وړانديز شوی و، به د پايليکونو د موضوعګانو د تکرار مخه ونیول شي، د پاېلیکونو د موضوعګانو انلاین ارشیفونو تبادله به صورت ونیسي، د پوهنتونونو له سهولتونو به په ګډه ګټه اخېستل شروع شي او د استادانو د ظرفیت لوړوونې ورکشاپونه به دایر شي. نوموړي وويل: د علمي څېړنو کنسورشيم د علمي برنامو د پراختيا يوه مهمه برخه ده، د دې کنسورشيم د بريا په صورت کې دولتي او خصوصي پوهنتونونه کولی شي په نورو فعاليتونو کې هم ګډ کار پېل کړي.

د کونړ د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور محمد ګلاب عمري د دې کنسورشیم پر ایجاد خوښي څرګنده کړه او د څېړنو په برخه کې يې د نوښت، د ستونزو تشخیص او پلټل او ورته د حللارو پېدا کول د ټولنې د پرمختګ سبب وباله. نوموړي ډاډ ورکړ چې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادان او محصلين به د علمي څېړنو پراختيا لپاره له دې ادرس څخه ګټه پورته کړي.

د دې غونډې په وروستیو کې د لغمان پوهنتون، د التقوا او سپین غر د لوړو زده کړو موسسو استازو او د ننګرهار او الفلاح پوهنتونونو د علمي څېړنو کمېټو غړيو په وار سره خبرې وکړې او د دې کنسورشیم د ایجاد ستاینه یې وکړه. د غونډې په پای کې د ننګرهار او الفلاح پوهنتونونو رئيسانو له خوا د کنسورشيم د ايجاد موافقه ليک د لاسليک مراسم تر سره شول.

د يادونې ده چې د کنسورشيم په راتلونکې نوبتي مجلس کې به د ټولو خصوصي پوهنتونونو، د سيد جمال الدين افغان او لغمان پوهنتونونو له خوا په کنسورشيم کې د غړيتوب موافقه ليک لاسليک کړي.

Latest news

Mon, Aug 29 2022 9:27 AM
Background image

Acting Minister of Higher Education praised the presidents of Kabul Polytechnic and Nangarhar Universities.

 

Acting Minister of Higher Education Alhaji Maulvi Abdul Baqi Haqqani, President of Kabul Polytechnic University, President of Nangarhar University Dr. Khalil Ahmed Behsudwal, Prof.. . .
Tue, Jun 29 2021 7:44 AM
Background image

Nangarhar University signs MoU with Al Taqwa Institute of Higher Education.

 

 

According the officials, with accordance to the MoU, both the higher educational institutions would support each other in teaching, research, practicums, appointment of the. . .

Mon, Jun 28 2021 7:33 AM
Background image

Chancellor of Nangarhar University Professor Emeritus Dr. Khalil Ahmad Behsoodwal leads Academic Council.

 

 

Vice Chancellor for Academic Affairs Assistant Professor Dr. Mohammad Hamid Kadwal, Vice Chancellor for Administrative and Financial Affairs, Deans of faculties, Professors, the. . .

BACK TO NEWS

User account menu