فوق لسانس برنامې

مافوق لسانس برنامې:

دشرعياتو پوهنځی اوسمهال  درې (۳)مافوق لسانس برنامې لري.

  • داسلامي تعليماتو په څانګه کې دتفسير او حديث دماستری برنامه.
  •  دفقه او قانون دماستری برنامه.
  • دفقه او قانون د دکتورا برنامه.

يادونه: دشرعياتوپوهنخې  پلان لري چې داسلامي تعليماتو په څانګه کې دتفسير او حديث تر عنوان لاندې د دکتورا برنامه هم زر تر زره ايجاد کړي.

دفوق لېسانس په برنامو کې دمنلو شرايط.

۱. دماسترۍ په برنامه کې دشامليدو لپاره دلېسانس تحصيلي څانګه چې تخصصي مضامين يې دماسترۍ له برنامې سره شپيته سلنه ورته والی په پام کې نېول شوی دې

 ۲. په همدې توګه په دکتورا برنامه کې دشموليت لپاره هم دماسترۍ د مضامينوسره شپيته سلنه ورته والی په پام کې نېول شوی دې.

۳.له بین المللي معتبرو ژبو څخه په يوې تسلط.

۴.دشموليت دازموينې په برياليتوب سره تر سره کول.

۵.دماسترۍ لپاره دلېسانس اويا يې دمعادلې دورې دپنځه شپيته سلنه اوسط نمرو او د دکتورا لپاره دماسترۍ د پنځه اويا سلنې اوسط نمرو لرل.

۶. په دکتورا برنامه کې د شموليت لپاره په ملي يا بین المللي معتبرو علمي خپرونو کې لږ تر لږه د دوو خپرو شوو مقالو لرل.

۷. دماستری برنامو ته(۳۰) او دکتورا برنامې ته (۱۰) تنه دلوړو نومرو اخېستونکې کامياب محصلين دشموليت حق لري .

تعليمي نصاب(کريکولم)

  • دماسترۍ په برنامه کې (د ۴۰- نه تر ۴۸) او د دکتورا په برنامه کې (د ۷۰ نه تر۸۰)پورې کريدتونه پوره کول لازمي دي.

دماسترۍ او دکتورا څېړنيزي رسالې...هم په يادو کريدتونو کې شاملې ګڼل کېږي.

دفوق لېسانس برنامو څخه د فراغت شرايط.

۱. په ټاکلي وخت کې دماسترۍ او دوکتورا دپروګرامونو بشپړول،چې دماسترۍ لپاره له(۲-نه تر۳)کلونوپورې او د دکتورا لپاره(۳-نه تر۵)کلونو پورې ټاکل شوی دې.

۲.په اړوند مصامينو کې دبر ياليتوب نمری(۵۵)اخېستل.

۳. په تحصيلي دوره کې لږ تر لږه دشپيته سلنې اوسط نمرو تر لاسه کول.

۴. دتيزس نمره په اوسط نمرو کې نه محاسبه کېږي؛خو په کيفي صورت سره ارزول کېږي.

۵. دپورتنيو ټولو شرايطو دبشپړولو په صورت کې محصل فارغ ګڼل کېږي او ماسترۍ(MA  ( ډګري ورکول کېږي.