ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.
ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو ماشینونه، اور وژونکې آلات، دراز چوکۍ، د اوبو لویې ذخیرې، ګریزر ماشین او نور توکي شامل دي، د یونیسف ادارې مسؤلینو له خوا د طب پوهنځي رهبرۍ ته وسپارل شوه.
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي رئیس پوهنمل ډاکتر زلمي صاحبزاده د مرسته شویو اجناسو له کبله د یونیسف ادارې مسؤلینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې له دې مرستې به د اړتیا وړ برخو کې استفاده وکړي.
ښاغلي صاحبزاده همدارنګه راتلونکي کې هم د ورته مرستو او همکاریو د دوام غوښتنه وکړه، چې د هغوی له ډاډ ورکړل شو.
