دشرعياتو پوهنځي په اړه

اسلامي دوره زمونږ د ویاړلي هېواد د تاریخ یو روڼ او ځلانده باب دی، کله چې د درېیم خلیفه حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت پر مهال د اسلام مبارک دین د صحابه ؤ په وسیله دلته خپور شو او د هیواد پر افق یې د رڼا او ځلا پلوشې را خپرې شوې، افغانانو د خپل عادت خلاف له ډېر لږ مقاومت وروسته اسلام ژر ومانه، ځکه چې اسلام د دوی د مزاج او فطرت سره برابر ؤ؛ ډېر ژر د هېواد ګوډ ګوډ ته ورسېد، د هرات، بلخ، نیمروز، غزني، کابل، هلمند ... او نورو ښارونو خلکو یې تود هرکلی وکړ.

ستر ستر جوماتونه، مدرسې او د اسلامي زده کړو مرکزونه جوړ او ایجاد شول او داسې علمي شخصيتونه يې ټولنې ته وړاندې کړل، چې علمي آثار او خدمتونه يې د نړیوالو په منځ کې لوړ مقام لري. سياسي مشرانو يې هم په دې هکله خپل رسالت سرته رسولی؛ تر دې چې د اسلام د مقدس دین رڼا یې د هند تر نيمې وچې ورسوله، چې د غوریانو، غزنویانو او احمد شاه بابا د واکمنیو نومونه د بیلګې په توګه یادولای شو.

د همدې اسلامي او ملي احساس له مخې افغانانو د انګریزي، روسي، ناټو او امریکايي ښکېلاک په وړاندې د مقاومت او جهاد په لار کې سرښندنې کړي او د هیواد آزادي او خپلواکي یې ژغورلې ده.

په هيواد کې دشوروي يرغل پر خلاف د اسلامي انقلاب تر کاميابۍ وروسته په اسلامي علومو کې د علمي کادرونو د روزنې، د يو باثباته، ازاد او اسلامي قضایي سيستم د پياوړي کېدو، د هېواد د ځوان نسل او علماؤ د معنوي روزنې په موخه د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په ( ١٣٧١) لمريز کال د شرعياتو پوهنځی رامنځته شو، چې تر دې مهاله يې د لسانس، ماسترۍ او دکتورا په کچه (۳۱۳۸) تنه مسلکي کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

User account menu