د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
Tue, Jul 30 2024 10:12 AM
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس د خپلو مرستیالانو په ملتیا د پوهنځیو د ارزونې په لړ کې د اقتصاد پوهنځي څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنځي د فعالیتونو او پرمختګونو جاج یې واخیست.
د لیدنې پر مهال د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق رهنما د یاد پوهنځي د ټولو استادانو، آمرینو او مدیرانو په حضور کې د پوهنتون رهبرۍ ته د پوهنځي د فعالیتونو، لاسته راوړنو او نورو موضوعاتو په اړه پریزنټېش وړاندې کړ.
ښاغلي رهنما د پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه، چې هر کله یې د اقتصاد پوهنځي د ستونزو حل او ورته د امکاناتو برابرولو په برخه کې هلې ځلې ترسره کړي او د پوهنتون رهبرۍ ته یې  د پوهنځي د تاریخچې، تشکیل، لاسته راوړنو، علمي برنامو، فرصتونو، ننګونو، ستونزو، اړتیاوو اوراتلونکو پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو سربېره هغوی سره خپلې غوښتنې او وړاندیزونه  هم شریک کړل.

picture


نوموړي د اقتصاد پوهنځي له ودانۍ څخه سالمه استفاده، د استادانو له لوري د علمي څېړنو ترسره کول او خپرول، د ماسترۍ برنامې په معیاري شکل جاري ساتنه، د تدریسي نصاب پوره کول، عملي کارونو ته د محصلینو معرفي کول، د محصلینو د علمي پرمختګ په موخه د(PDC) مرکز پرانیسته او تضمین کیفیت کې لوړې نومرې اخیستل د یاد پوهنځي لاسته راوړنې وبللې او همدارنګه یې د انټرنیټي اسانتیاوو نه شتون، اداري او خدماتي کارکوونکو کمښت، تدارکاتي پروسه کې ځنډ، د څانګو په کچه د تکنالوژیکي وسایلو او په ملي ژبه د تدریسي کتابونو کم والی او نورو پوهنتونونو سره د علمي توامیتونو نه شتون د یاد پوهنځي د پرمختګ پر وړاندې پراته خنډونه یاد کړل.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د خپلو خبرو پر مهال د اقتصاد پوهنځي د علمي او اداري چارو ستاینه وکړه  او د پوهنتون او پوهنځیو  پرمختګ یې د علمي کادرونو او فعال اداري پرسونل د ګډو هڅو پایله وبلله.
نوموړي وویل: د پوهنتون مرستیالانو سره په ګډه یې د پوهنځیو او څانګو د چارو ارزونه پیل کړې، چې موخه ترېنه د ستونزو تشخیص او له منځه وړل دي.
د پوهنتون رئیس د یاد پوهنځي د علمي، تدریسي او اداري چارو د ښه والي په پار د ځینو لارښوونو تر څنګ ژمنه وکړه، چې د ټولو پوهنځیو پرمختګ لپاره به لازمې منابع برابرې کړي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي نور ویناوال وو، چې د څېړنیزو فعالیتونو، اداري او تدریسي چارو پیاوړتیا او محصلینو ته د عملي کارونو لمن پراخولو اړوند یې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، چې استادان باید د نړیوالو مقالو د لیکلو او نشر برخې ته پاملرنه زیاته کړي او د چارو بهبود په موخه د پوهنځیو تر منځ سالمه سیالي موجوده وي.
د مجلس په پای کې د پوهنتون رهبرۍ د پوهنځي له بېلابېلو برخو او څانګو لیدنه وکړه او د هغوی چارې یې وارزولې.
سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

Latest news

Mon, Aug 29 2022 9:27 AM
Background image

Acting Minister of Higher Education praised the presidents of Kabul Polytechnic and Nangarhar Universities.

 

Acting Minister of Higher Education Alhaji Maulvi Abdul Baqi Haqqani, President of Kabul Polytechnic University, President of Nangarhar University Dr. Khalil Ahmed Behsudwal, Prof.. . .
Tue, Jun 29 2021 7:44 AM
Background image

Nangarhar University signs MoU with Al Taqwa Institute of Higher Education.

 

 

According the officials, with accordance to the MoU, both the higher educational institutions would support each other in teaching, research, practicums, appointment of the. . .

Mon, Jun 28 2021 7:33 AM
Background image

Chancellor of Nangarhar University Professor Emeritus Dr. Khalil Ahmad Behsoodwal leads Academic Council.

 

 

Vice Chancellor for Academic Affairs Assistant Professor Dr. Mohammad Hamid Kadwal, Vice Chancellor for Administrative and Financial Affairs, Deans of faculties, Professors, the. . .

BACK TO NEWS

User account menu