د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د پوهنتون د یو شمېر استادانو په ملتیا د کتاب لوستنې نندارتون نه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د پوهنتون د یو شمېر استادانو په ملتیا د کتاب لوستنې نندارتون نه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال ښاغلي صداقت د نندارتون د جوړوونکو بنسټونو مننه وکړه، چې محصلینو او ځوانانو ته یې یاده ګټوره برنامه ترتیب کړه او ددغه ډول نندارتونونو جوړېدل یې په ټولنه کې د زده کړې، پوهې او مطالعې فرهنګ په عامولو کې اغېزمن وبلل.
نوموړي د ځوانانو او په ځانګړې توګه د ننګرهار پوهنتون د محصلینو غوښتنه وکړه، چې نندارتون ته دې د کتابونو لوستلو لپاره راشي او د کتاب لوستنې پیغام په خپرولو او عامولو کې دې خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي.