د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چینايي ژبې مرکز څخه په لومړۍ دوره کې ۱۵ تنه محصلین فارغ شول.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۲:۳
image

 

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یاد محصلین یې د کنفسیوس انستیتیوت په همکارۍ د دوه کلونو په موده کې د چینايي ژبې د زده کړې په برخه کې روزلي دي.

په همدې مناسبت د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د شهید پوهاند مسعود نېکبخت د غونډو تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې د یاد پوهنځي د مسؤلینو او استادانو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د کنفسیوس انستیتیوت استازو برخه لرله.

غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د کنفسیوس انستیتیوت له مشرتابه مننه وکړه، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د چینايي ژبې د زده کړې په برخه کې د ننګرهار پوهنتون سره مرسته او همکاري کوي.

پوهاند بهسودوال فارغو محصلینو ته مبارکي وویله او د کنفسیوس انستیتیوت له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چې د چینايي ژبې یاد کورس دې د ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې په یوه دیپارتمنت بدل کړي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت چين د افغانانو ځواکمن ګاونډى هېواد ياد کړ، چې د تاريخ په اوږدو کې يې ورسره علمي، کلتوري او سوداګريزې اړيکې لرلې دي.

نوموړي زیاته کړه: د چينايي ژبې زده کړه او د هېواد په کچه ورته نورې برنامې به يادې اړيکې نورې هم پياوړې کړي.

د کنفسیوس انستیتیوت مشر پوهنیار حمید ننګرهار پوهنتون د هېواد له سترو پوهنیزو مرکزونو یاد کړ، چې په وینا یې، اداره یې ورسره د متقابلو علمي همکاریو لرلو لېوالتیا لري.

نوموړي د دواړه ادارو ترمنځ د علمي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د ننګرهار پوهنتون وړاندیز به له خپلو مشرانو سره شریک کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مسؤلینو او راغلو مېلمنو له خوا فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu