ننګرهار پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې د چوکاټ، علمي پروګرامونو او د نویو بیاکتونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۰:۲۹
image

 

په نوموړي څلور ورځني ورکشاپ کې، چې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له خوا د پوهنتون په (PDC) مرکز کې جوړ شوى، د ننګرهار پوهنتون سربېره د ختیزو ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ۲۵ تنه مسؤلین او استازي برخه لري.

د ورکشاپ د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په علمي او تحصیلي موسساتو کې د تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو ملي پروسې په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او ددغه ورکشاپ جوړېدل يې په اړونده برخه کې ګټور ګام وباله.

نوموړي وويل: د ختیزو ولایتونو دولتي او خصوصي پوهنتونونه د تضمین کیفیت او ارزونې په بېلابېلو پړاوونو کې قرار لري، چې په یاده برخه کې د عامه پوهاوي دا روزنیز ورکشاپ به د دوی لپاره د چمتووالي په برخه کې ګټور او اغېزمن تمام شي.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي په خپله وینا کې د ورکشاپ د محتوا او څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري د تحصیلي موسساتو د کیفیت ښه والي او معیاري کېدو په برخه کې په پوره ژمنتیا او جدیت ګامونه اخلي.

ښاغلي وحیدي د ننګرهار پوهنتون له ادارې مننه وکړه، چې ددې ورکشاپ دایرېدو ته یې زمینه برابره کړه او له ګډونوالو استادانو يې غوښتنه وکړه، چې ترې اعظمي ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ورکشاپ د روزنې چارې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د مرکزي بورد د غړو پوهاند محمد انور سراج، پوهاند دوکتور امان الله فقیري او د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو داخلي واحد مشر پوهندوی رضوان الله ممله وال له خوا پر مخ وړل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu