د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۲:۳۹
Image

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د وږي په ۳۰مه نېټه په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي او تدریسي چارو، علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک کیسونو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال په تېره یوه میاشت کې د پوهنتون ادارې د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د شورا غړو ته معلومات ورکړل.

نوموړي دغه راز د پوهنځیو د رئیسانو او په ځانګړې توګه د تدریسي روغتون، طب او ښوونې او روزنې پوهنځیو له رئیسانو مننه وکړه، چې د علمي او تدریسي چارو د ښه والي تر څنګ د مرستو جلب او رغنیزو برخو کې لاسته راوړنې لري.

د پوهنتون رئیس د پوهنځیو د ارزونې بهیر د پیل په اړه، چې د تلې په ۲مه نېټه به پیل شي، د شورا غړو ته معلومات ورکړل او د چمتووالي تر څنګ یې د پوهنځیو او څانګو مسؤلینو ته د نظارت او ارزونې کمېټې سره د همکارۍ سپارښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال سید محمدقاسم هاشمي په خپلو خبرو کې د څېړنو تقويې او څېړونکو استادانو او محصلینو ته د اسانتیاوو برابرولو، تضمین کیفیت پروسې پیاوړتیا، د تېر سمستر د ممتازو محصلینو لپاره د ستاینغونډو جوړولو او د HEMIS سیستم د ښه تطبیق په اړه د مجلس ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان او د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک ۱۱ کیسونو، د استادانو او محصلینو پر عرایضو او د ځینو نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu