د افغانستان د خپروونکو اتحادیې مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون رئیس سره ولیدل.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۸:۵۲
image

 

د افغانستان د خپروونکو اتحادیې رئیس استاد سید احمد سعید د یوه پلاوي په ملتیا د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې، چې په ختیځ کې د نوموړې ټولنې مسؤلینو او د ننګرهار د خپرندویو ټولنو استازو هم په کې برخه لرله، دواړو لورو د مطبوعاتي او نشراتي نظام د معیاري کېدو او په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسساتو کې د کاپي رایټ قانون د تطبیق پر مواردو بحث او خبرې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس راغلي پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې نوموړې موضوع به د پوهنتون په علمي او نشراتي بوردونو کې مطرح او په جدي توګه به یې له اړوندو ارګانونو سره تعقیب کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu