ننګرهار پوهنتون کې د ستراتېژیک پلان، احصایې او راپورونو ترتیبولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۰:۴۲
image

 

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست په نوښت د غبرګولي په ۳۰مه نېټه د دې پوهنتون د غونډو په تالار (ادیتوریم) کې جوړ شو، چې د ننګرهار پوهنتون سربېره د ختیزو ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ۲۵ تنو مسؤلینو او استازو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د تحصیلي موسساتو د پرمختګ او انکشاف لپاره د معیاري پلانونو لرلو په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او د یاد ورکشاپ جوړېدل یې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اړین او ارزښتمن وباله.

پوهاند بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ او د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست د مسؤلینو مننه وکړه، چې د هېواد د تحصیلي بنسټونو د معیاري کېدو او ظرفیت لوړونې لپاره په پوره ژمنتیا کار کوي او ددې لړۍ د دوام غوښتنه یې وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس مفتي رضوان الله منیب د ورکشاپ د موخو او موضوعاتو په اړه ګډونوالو مسؤلینو او استادانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د دې ورکشاپ له جوړېدو یې موخه د تحصیلي بنسټونو د پلانونو او راپورونو معیاري کېدل او یو شان والی دی.

نوموړي د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او مسؤلینو مننه وکړه، چې په مرسته او همکارۍ یې د یاد ورکشاپ دایرېدو ته زمینه برابره شوه.

د ختیزو ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د لوړو زده کړو وزارت د پلانونو ترتیبولو، توحیدولو او پلي کولو آمر محمد داود ځلاند نور ویناوال وو، چې ټولو د یاد ورکشاپ په دایرېدو خوښي وښوده او برخوالو ته یې سپارښتنه وکړه، چې ترلاسه شوي مهارتونه د خپلو اړوندو پوهنتونونو د مسؤلو چارواکو او کمېټو سره شریک کړي.

د ګډونوالو په استازیتوب د روښان لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال توریالي همت او د لغمان پوهنتون استازي واجدالرحمن عادل د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له مسؤلینو مننه وکړه او د ترسره شوي ورکشاپ مواد یې نوي او د پوهنتونونو لپاره مهم وبلل.

د یادونې وړ ده، چې د ورکشاپ د روزنې چارې د ستراتېژیک پلان توحیدولو کارپوه عبدالله باباخاني او د تحصیلي بنسټونو د احصایې کارپوه وحیدالله شمسي له خوا پر مخ وړل کېدې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu