د ننګرهار پوهنتون ازموینو مرکزي کمېټې غړي او ددې پوهنتون د تېر سمستر ممتاز محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۸:۱۳
image

 

په همدې مناسبت د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت تالار کې د غويي په ۲۴مه ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون او پوهنځیو یو شمېر مسؤلینو، استادانو، محصلانو او اداري آمرینو په کې برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په اداره کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر ارزښت خبرې وکړې او محصلينو ته يې ددې ستر وياړ له امله، چې د پوهنځي په کچه یې د لوړو نمرو په اخیستلو د ممتازو محصلينو مقام خپل کړى، مبارکي وويله.

نوموړي وویل: د پوهنتون اداره او استادان هڅه کوي، چې محصلینو ته د تدریس او عملي زده کړو ښې او معیاري اسانتیاوې رامنځته کړي، چې له نېکه مرغه د همدې هلو ځلو پایله ده، چې زمونږ محصلین د پوهنتون دننه او بهر ښې لاسته راوړنې لرلي او په ګڼو سیالیو او ازموینو کې ځلېدلي دي.

پوهاند بهسودوال د ازموینو مرکزي کمېټې د مثبتو کړنو او فعالیتونو یادونه وکړه؛ نوموړي وویل، چې د یادې کمېټې د مشرتابه او غړو په هلو ځلو د پوهنتون د ازموینو پروسه معیاري، شفافه او منظمه شوه.

د پوهنتون رئیس د یادې کمېټې د ترسره کړیو خدمتونو د تقدیر او ستاینې تر څنګ هغوی ته د الله تعالی له درباره د اجر او لا زیاتو بریاوو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د خپلو ویناوو په ترڅ کې د ازموینو کمېټې د غړو څخه د مننې او ممتازو محصلینو ته پر مبارکۍ سربېره د ممتازو محصلینو د ټاکل کېدو پر پروسیجر رڼا واچوله.

د ازموینو مرکزي کمېټې غړو په استازۍ د یادې کمېټې مشر پوهاند احمد ګل واثق او د ممتازو محصلینو په استازۍ د طب پوهنځي محصل عرفات صافي خبرې وکړې او د پوهنتون له مشرتابه یې مننه وکړه، چې تل یې خپل استادان او محصلین تشویق او هڅولي دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مسؤلینو له خوا د ازموینو کمېټې ۱۳ تنو غړو استادانو او ۳۶ تنو ممتازو محصلینو ته برابر شوي ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS