د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۹:۴۸
image

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو، مرستیالانو او ځینو اداري آمرینو په کې برخه لرله، د پوهنتون د مالي، اداري، تدریسي او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د روژې په مبارکه میاشت کې د درسي مهال وېش تغیر، د ښوونې او روزنې پوهنځي په نوښت په پوهنتون کې د رواني او تحصیلي مشاورې مرکز ایجاد، د پوهنتون د قراردادونو او لیلیې اړوند مسایل، په مرکزي کمپس کې د نقلیه وسایطو د ساتنې په موخه د ترانسپورت مدیریت طرزالعمل ته کتنه، د پوهنتون د انکشاف لپاره د یوې کمېټې ټاکل او یو شمېر نور متفرقه مسایل هغه څه وو، چې د مجلس پر مهال پرې بحث او په اړه یې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu