په ختيځ کې د نړيوال روغتيايي سازمان مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له رئیس سره ولیدل.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۱۴:۱۸
iamge

 

په ختيځ کې د نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) د پولیو برخې مسؤل ډاکتر سفیر محمد صالح د یوه پلاوي په ملتیا د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې، چې د پوهنتون مرستیالانو او د علمي تحقیقاتو کمېټې غړو هم برخه لرله، د پوهنتونونو د محصلینو له خوا په ختیزو څلورو ولایتونو کې د پوليو پر ضد د واکسينو د ترسره کېدونکو کمپاينونو د څارنې او سروې بهیر د بیا پیلېدو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال وویل: د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو له مخې محصلين بايد د خپلو مسلکي زده کړو تر څنګ په ټولنيزو او ټولګټو چارو کې هم برخه واخلي، چې له نېکه مرغه د ننګرهار پوهنتون محصلين په ياده برخه کې د ګڼو نورو فعاليتونو تر څنګ په دې ولايت کې د ٢٠١٣ کال راهيسې د پوليو ضد واکسينو د کمپاينونو نظارت او څارنه هم کوي، چې په دې وروستیو کې دا لړۍ د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ته هم غځېدلې ده.

پوهاند بهسودوال د ننګرهار پوهنتون د علمي تحقیقاتو کمېټې د مسؤلینو مننه وکړه، چې یاده پروسه یې ښه مدیریت کړې او د (WHO) له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چې په نوموړې پروسه کې د څارونکو محصلینو شمېر زیات کړي.

د ننګرهار ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت د روغتیا د نړیوال سازمان مننه وکړه، چې په ننګرهار پوهنتون یې د پولیو واکسینو د ملي او حیاتي پروژې د څار باور کړی او زیاته یې کړه، چې ددې بهیر د روڼتیا او پیاوړتیا لپاره به لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

په ختيځ کې د نړيوال روغتيايي سازمان د پولیو برخې مسؤل ډاکتر سفیر محمد صالح د ننګرهار پوهنتون د مسؤلینو او محصلینو مننه وکړه، چې د پولیو واکسینو کمپاین د نظارت او څارنې په برخه کې ورسره همکار دي، چې له امله یې د یادې ملي پروسې تطبيق او موثريت زیات شوی.

ښاغلي صالح د نوموړې پروسې د بیا پیلېدو په اړه د پوهنتون مسؤلینو ته معلومات ورکړل او د نویو محصلینو د ورپېژندلو غوښتنه یې وکړه، چې د پوهنتون د مشرتابه له خوا په یاده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu