د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سره وليدل.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۱۱:۴۲
iamge

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې د ننګرهار ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي، د طب پوهنځي رئیس پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال او ځینو نورو استادانو هم برخه لرله.

د لیدنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ددې پوهنتون د فعالیتونو، علمي او رغنیزو لاسته راوړنو او دغه راز په پوهنتون کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته معلومات ورکړل.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ننګرهار پوهنتون له کابل وروسته دويم ستر اکاډمیک مرکز ياد کړ او زياته يې کړه، چې د ستونزو په حل کې به يې اړين اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي خیرخواه د پوهنتونونو د ژر پیلېدو ژمنه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري په ډېرې تېزۍ سره د یاد بهیر پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو په له منځه وړلو کار کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu