ننګرهار پوهنتون کې د کب۲۰مه د نیالګیو کېنولو ملي ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۹:۴۹
IMAGE

 

د یادې ورځې د نمانځې په مناسبت ننګرهار پوهنتون کې غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د مشرتابه، استادانو او محصلینو سربېره په کې د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي او د ولایتي ادارې رئیسانو او مسؤلینو برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د اقلیم په مثبت تغیر، کرنې، اقتصاد او نورو بېلابېلو برخو کې د نیالګیو کېنولو په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې.

نوموړي وویل: دا چې ننګرهار یو ګرم سیر ولایت دی، د پوهنتون په ګډون زیاترو ادارو نږدې یوه میاشت وړاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړی، چې تر دې دمه په زرګونو نیالګي کېنول شوي، چې ددې ملي ورځې په نمانځې سره به دا لړۍ نوره هم چټکه شي.

د پوهنتون رئیس د نیالګیو کېنولو تر څنګ د هغې په ساتنه او پالنه تاکید وکړ او د ننګرهار ولایت مقام څخه یې مننه وکړه، چې دې برخې ته یې ځانګړې تګلاره جوړه کړې ده.

د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د جمهور رئیس مننه وکړه، چې د کب ۲۰مه یې د نیالګیو کېنولو ملي ورځې په نوم نومولې، چې له مخې یې په ټول هېواد کې ۲۵ میلیونه نیالګي کېنول کېږي.

نوموړي وویل: ننګرهار کې ۲.۳ میلیونه نیالګي روزل شوي، چې د کېنولو او ساتنې په موخه یې یو میکانېزم جوړ کړی او هرې ادارې ته یې په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه سپارلي، چې په کېنولو سره به یې د اقلیم مثبت بدلون او ددې ولایت ښېرازي یقیني شي.

د ننګرهار چاپیریال ساتنې رئیس فیروز محمدزئي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انعام الله ساپی د غونډې نور ویناوال وو، چې د نیالګیو کېنولو ملي ورځې د موخو او همدارنګه د ونو او بوټو کېنولو د اړتیا او ارزښت په اړه یې د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون مشرتابه د ننګرهار د والي او ولایتي ادارې مسؤلینو په ملتیا د پوهنتون په انګړ کې د نیالګیو په کېنولو سره په دې ولایت کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پرانیسته وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu