د ننګرهار پوهنتون د برېښنايي زده کړو کمېټې نوی مشر د یادې کمېټې غړو ته وروپېژندل شو

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۸:۴۶
image

 

پوهنیار محمد یونس وزیري د برېښنايي زده کړو کمېټې د نوي مشر په توګه د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د یادې کمېټې غړو ته وروپېژندل شو او د کمېټې د مخکېني مشر پوهنمل بادام نیازي د تېرو کړنو قدردانی وشو.

په همدې اړه د پوهنتون په ریاست مقام کې د یادې کمېټې له غړو استادانو سره ناسته وشوه، چې د پوهنتون د مشرتابه له خوا د کمېټې د مخکېني مشر پوهنمل بادام نیازي د فعالیتونو او خدمتونو ستاینه او قدردانی وشو.

پوهاند بهسودوال وویل: دا چې د ښاغلي پوهنمل نیازي د خدمت کاري موده پوره شوې، نو پر ځای يې د برېښنايي زده کړو کمېټې بل غړی پوهنیار محمد یونس وزیري د کمېټې د نوي مشر په توګه ټاکو.

نوموړي پوهنیار وزیري وړ علمي کادر یاد کړ، چې په وینا یې، په اړونده برخه کې کافي تجربه لري او په ټاکل کېدو سره به یې د کمېټې چارې لا زیاتې ښې او منظمې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu