د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست پلاوي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل

nu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۹:۹
image

 

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست ارزوونکي پلاوي د کابل پوهنتون د استاد پوهندوی ډاکتر خان محمد احمدزي په مشرۍ د ننګرهار پوهنتون له رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.

په ياده لیدنه کې، چې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي او د پوهنتون د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل پوهنمل لطیف الله غفوري هم په کې حضور درلود، دواړو خواوو د بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستنې په درېیم پړاو کې د ننګرهار پوهنتون د ارزونې په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون د اوس مهالي علمي، تدریسي او اداري وضعیت او همدارنګه د پوهنتون د لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه ترتیب کړی پریزنټیشن وړاندې کړ.

نوموړي وویل: د ننګرهار پوهنتون د ادارې، اړوندو پوهنځيو او ټولو څانګو فعالیتونه د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقرراتو او د تضمین کیفیت له اصولو سره برابر پر مخ ځي او د بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستنې په موخه د درېیم پړاو ارزونې لپاره چمتووالی لري.

د تضمین کیفیت د راغلي پلاوي مشر پوهندوی ډاکتر خان محمد احمدزي د پوهنتون د چارو په معیاري کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د راتلونکو څلورو ورځو په جریان کې به د خپلو همکارانو په مرسته او ملتیا د پوهنتون د ادارې، اړوندو پوهنځیو او څانګو چارې او فعالیتونه د ارزونې په موخه له نږدې وڅاري او راپور به یې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین ریاست سره شریک کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu