ننګرهار پوهنتون کې د سولې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

nu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۱:۵۴
image

 

د سپتمبر ٢١مه د سولې نړيواله ورځ ننګرهار پوهنتون کې د انځوریز نندارتون، تمثیلي پارچو او مشاعرې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

ياد مراسم، چې د دې پوهنتون سولې مرکز په نوښت جوړ شوي وو، د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د سولې مرکز مشر پوهنمل نعيم جان سروري او د يو شمېر پوهنځیو استادانو او محصلانو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د يادو مراسمو د پرانيستې پر مهال د سولې د نړيوالې ورځې د نمانځې په تاريخي شاليد او په همدې مناسبت د مثبتو پروګرامونو د جوړېدو په ارزښت او اړتيا خبرې وکړې.

نوموړي وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې ننګرهار پوهنتون د علمي پروګرامونو تر څنګ د ټولنيزې سولې او د سوله ييز ذهنيت د خپراوي وياړ هم لري.

ښاغلي بهسودوال د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز له مشرتابه او غړو استادانو او محصلينو مننه وکړه، چې د خپلو علمي او تدريسي مکلفيتونو سربېره د ټولنيزې سولې د ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د سولې مرکز مشر پوهنمل نعيم جان سروري نور ويناوال وو، چې د يادو مراسمو او پروګرامونو په ارزښت يې خبرې وکړې.

په پاى کې د سولې په اړه ترتیب شوې مشاعره ترسره شوه او په همدې تړاو تمثيلي پارچې او انځوریز نندارتون نندارې ته وړاندې شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS