د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي د محصلینو تر منځ د غوره ویناوالۍ سیالي ترسره شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۴۴
picture

یاده سیالي، د دې پوهنځي د انګلیسي څانګې په نوښت د پوهنتون مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (پي ډي سي) کې جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې د انګلیسي څانګې د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلینو پر بېلابېلو موضوعاتو چمتو کړې ویناوې او بحثونه ارایه کړل.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس، استادانو او یو شمېر محصلینو سربېره د ننګرهار پوهنتون رئیس هم برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د غونډې په پرانیستې وینا کې د جوړې شوې سیالۍ په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، دا ډول علمي پروګرامونه محصلینو ته فکري وده، د استدلال وړتیا او پر ځان باور ورکوي.
نوموړي زیاته کړه، ښه ویناوالي کولی شي، د یوې ژبې د زده کړې بهیر اسانه کړي او هم محصلین او د ژبو زده کوونکي په مسلکي او علمي ډګرونو کې سیالیو ته چمتو کوي.
د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د انګلیسي څانګې آمر پوهنوال میرویس شینواري په خپلو خبرو کې د جوړې شوې سیالۍ په موخو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي محصلینو ته د معیاري مسلکي روزنې په موخه د تدریس تر څنګ دا ډول رقابتي او علمي برنامې جوړې او د هغوی وړتیاوې لوړې کړي.
په پای کې د پوهنتون او پوهنځي مشرتابه له خوا د سیالۍ درې تنو غوره ویناوالو محصلینو ته ډالۍ ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu