ننګرهار پوهنتون د فلیال پوهنتونونو لپاره د (ایس پي ایس ایس ) شپږ ورځنی ورکشاپ دایروي.

یاد ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خوا دایرېږي، چې د کریکولم په اړه یې د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال، څېړنو آمر او روزونکو استادانو تر منځ غونډه وشوه.
د مجلس پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار څېړنو لپاره د (ایس پي ایس ایس) سافټویر او جوړېدونکي ورکشاپ په اهمیت خبرې وکړې او هغه یې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د استادانو وړتیاوو لوړاوي کې مهم وباله.
د غونډې په ترڅ کې په نږدې راتلونکي کې د یاد جوړېدونکي ورکشاپ لپاره یو معیاري کریکولم جوړ او ترتیب شو.