د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال او د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو له خوا د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو ارزونه بشپړه شوه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۲:۴۹
picture

د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکر الله وحدت د دې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل الله معصوم او مبلغینو په ملتیا د پوهنتون د  ۱۴ ګونو پوهنځیو ارزونه بشپړه کړه.
له پوهنځیو څخه د ترسره شویو لیدنو په ترڅ کې د محصلانو چارو مرستیال او دعوت او ارشاد مسؤلینو د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره د دعوت او ارشاد اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی او لوړو زده کړو وزارت محترم مقام فرامین، هدایات او سپارښتنې شریکې کړې، د تدریسي بهیر پیاوړتیا، محصلینو سالمې روزنې او شته ستونزو حل په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت په وینا له پوهنځیو څخه د لیدنو موخه یې د هر پوهنځي حقیقي وضعیت ارزونه، په کې د دعوت او ارشاد بهیر پیاوړتیا، د محصلینو ستونزو حل او د یو سالم، منظم او اسلامي شریعت سره برابر درسي او زده کړییز چاپېریال رامنځ ته کول وو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu