د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو په دې پوهنتون کې د روانو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۳۹
picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست استازي او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکر الله وحدت د پوهنتون د ازموینو مرکزي کمېټې غړو په ملتیا د اړوندو پوهنځیو د ازموینو له صحنو څخه لیدنه وکړه او په ازموینو کې د ټولو ټاکلو اصولو، نظم او دسپلین او شفافیت رعایت باندې یې ټینګار وکړ.

نوموړو استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ازموینې په ټاکلي وخت پیل او پای ته ورسوي او محصلینو ته یې ډاډ ورکړ، چې د هغوی د وړتیاوو، هڅو او زحمتونو له مخې به ورته نومرې ورکړل شي او د هر یو حق به خوندي وي.

د ازموینو په صحنو کې ممتحنو او ممایزو استادانو د پوهنتون مشرتابه ته په ازموینو کې د شفافیت تامین او ازموینې د اصولو سره سم ترسراوي ډاډ ورکړ.
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu