د التقوی پوهنتون او سپین غر لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سره مشورتي غونډې وکړې.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۷:۴۱
picture

د التقوی پوهنتون او سپین غر لوړو زده کړو مؤسسې رئیسانو په جلا جلا ناستو کې، چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوې او ددې پوهنتون رئیس، د علمی چارو او محصلانو چارو مرستیالانو هم په کې حضور درلود، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سره د خپلو تحصیلي بنسټونو له خوا نږدې راتلونکي کې د دایرېدونکو کنفرانسونو اړوند د روانو ترتیباتو په اړه معلومات شریک کړل او د ښه ترسراوي په موخه یې هغوی سره سلا مشورې وکړې.
التقوی پوهنتون ( د افغانستان په دوامداره اقتصادي وده کې د کورني اقتصاد رول) نړیوال کنفرانس او سپین غر لوړو زده کړو مؤسسې ( افغانستان کې روغتیايي سیستم او خدمتونو ته کتنه؛ ستونزې، فرصتونه او حل لارې) تر سرلیک لاندې د ملي کنفرانس د جوړېدو تابیا کړې.
 د التقوی پوهنتون رئیس پوهنیار خوشحال جواد او د سپین غر لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي شمس الدین همت د غونډې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او ننګرهار پوهنتون رهبرۍ ته د خپلو راتلونکو کنفرانسونو د چمتووالي، ترلاسه کړیو مقالو کیفیت او کمیت، چارو تنظیم، رابلل شویو مېلمنو او نورو برخو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړو وویل: د ټولو اصولو او شرایطو په رڼا کې یې د خپلو پوهنتونونو له خوا د دایرېدونکو کنفرانسونو چارې د ټاکلو پلانونو او مهال وېشونو سره سمې پر مخ روانې دي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې په دایرېدونکوکنفرانسونو کې دې نړیوال او ملي معیارونه په پام کې ونیول شي، ګډونوالو ته دې غوره سهولتونه او امکانات مهیا او د کنفرانسونو بریالي ترسراوي لپاره دې جدي هلې ځلې ترسره شي.
نوموړي دغه کنفرانسونه ګټور وبلل او د یادو خصوصي پوهنتونونو د هڅو ستاینې تر څنګ یې هغوی ته د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu