ننګرهار پوهنتون کې د ښکلا او سرسبزۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۲۰:۱۰
picture

یادې چارې، چې ددې پوهنتون د مشرتابه د لارښوونې او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال تر مستقیمې څارنې لاندې د پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو له خوا جریان لري، په بشپړېدو سره به یې د پوهنتون په فزیکي بڼه کې مثبت تغیر او ښکلا رامنځته شي.
د دغو چارو پر مهال د پوهنتون مخې ته د یو کیلو متر په اندازه د ګلدان پاکوالي سربېره د پوهنتون دننه بېلابېلو ساحو کې د چمنونو، ونو او بوټو  اضافي برخې اصلاح او زینتي بوټي وکرل شول.
د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت وویل: له یادو چارو څخه یې موخه محصلینو ته د زده کړو او مامورینو ته د کار لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول دي.
ښاغلي صداقت له ټولو کارکوونکو مننه وکړه، چې د پوهنتون د ښکلا او سمسورتیا لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي په پوهنتون کې د ټولو ورانو او ویجاړو ځایونو د رغاونې تر څنګ په څلور لارو کې داسې څلي جوړ کړي، چې خلکو ته دیني، تاریخي، کلتوري او علمي پیغامونه وړاندې کړي.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu