د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي نوی رئيس د نوموړي پوهنځي استادانو او منسوبينو ته وروپېژندل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۳:۵۲
Picture

پوهندوی رضوان الله ممله وال د نوموړي پوهنځي د نوي رئيس په توګه له ټاکل کېدو وروسته رسماً د پوهنتون د رئيس شـیخ انعام الله مدني له لوري د اړوند پوهنځي استادانو او اداري کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
په همدې پار د وترنري علومو پوهنځي ریاست کې غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د رئيس سربېره په کې د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د وترنري علومو پوهنځي پخواني او نوي رئیس، د یاد پوهنځي استادانو، د پوهنتون یو شمېر آمرینو او مدیرانو برخه درلوده.
غونډه د ننګرهار پوهنتون د رئيس شیخ انعام الله مدني په پرانيستونکې وينا پيل شوه. نوموړي په متحد او ګډ شکل د کار کولو پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي د یاد پوهنځي تر څنګ د ټولو پوهنځیو اړتیاوې او ستونزې حل کړي.
هغه زياته کړه: د پوهنتون او وزارت رهبرۍ اړينه وبلله، چې د وترنري علومو پوهنځي د لاښه والي او مثبت بدلون لپاره يو لړ ګامونه پورته کړي، چې په همدې لړ کې یې د یاد پوهنځي د ریاست او رهبرۍ چارې ښاغلي ممله وال ته وسپارلې.
د پوهنتون رئیس چوکۍ او منصب امتياز نه، بلکې ستر مسؤليت او امانت وباله او ښاغلي ممله وال ته يې د نوي مسؤليت د مبارکۍ تر څنګ د پخوانيو مسؤليتونو په څېر د هغې د ښه ترسراوي هيله څرګنده کړه.
د پوهنتون رئيس د وترنري علومو د تېر سرپرست رئيس پوهنمل محمد یونس وزیري د کړنو او هلو ځلو د ستاينې ترڅنګ نوموړي ته د لوى خداى ج له درباره د اجر غوښتنه وکړه. 
د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــولوي احسان الله ناصح، د وترنري علومو پوهنځي مرستیال او استادانو نوي رئیس ته مبارکي وويله او نوموړي ته یې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پاى کې د وترنري علومو پوهنځي نوي رئيس پوهندوی رضوان الله ممله وال خبرې وکړې او د پوهنتون د رياست او وزارت مقام له مشرتابه څخه يې مننه وکړه، چې په نوموړي یې ددې ستر مسؤليت باور وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د پخوا په څېر به د پوهنتون له ادارې سره همکار او همغږى وي او د پوهنځي د لاښه والي او معياري کېدو په موخه به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي. 
سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu