ننګرهار پوهنتون کې د شـ.هید امــ/يرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور (رحمه الله) د اتم تلین په مناسبت د قرانکريم ختم او ياد غونډه ترسره شوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۸:۳۹
Picture

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون په جامع مسجد کې مراسم جوړ شوي و، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

ياد غونډې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د شـ.هید امـ/یرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور د کارنامو، سیاسي ځیرکتیا، وطن دوستۍ، د اشغـ/ال پر وړاندې مبارزې او د شرعي احکامو د نفاذ په برخه کې د هغه پیاوړي هوډ یادونه وکړه او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپل اتلان هېر نه کړي، هغوی ونمانځي او د هغوی لاره تعقیب کړي.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت له مسؤلینو او محصلينو مننه وکړه، چې د خپلو اقدارو او مشرانو په وياړ ياد غونډې جوړوي.

نوموړي د دغه ډول ياد غونډو په ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې دغه ډول مناسبتونه زمونږ حال د وياړمنې ماضي سره تړي.

 د غونډې په پای کې ګډونوالو د شـ.هيد امــ/يرالمؤمنين پاک روح ته د دعا لاسونه لپه کړل. 

سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو آمريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu