د ننګرهار پوهنتون اداري او تقرر- انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس په مشرۍ ترسره شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۲۳
Picture

په يادو کاري ناستو کې، چې د ننګرهار پوهنتون په رياست مقام کې ترسره شوې او ددې پوهنتون د علمي چارو، مالي او اداري چارو مرستيالانو، اړوندو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو او ځينو آمرينو په کې برخه لرله، د پوهنتون مالي، اداري، د استادانو تقرر، انفکاک او يو شمېر نورو مسايلو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شــيخ انعام الله مدني د پرانيستې وينا پر مهال په اداري چارو کې د لا زياتې همغږۍ رامنځ ته کولو، د استادانو او مامورينو په حاضرۍ او دندې ته پر ټاکلي وخت راتللو باندې ټينګار وکړ او د پوهنځيو رئيسانو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د خپلو پوهنځيو هر اړخيز نظم او د محصلينو تدريسي بهير ته جدي پاملرنه وکړي.
د ننګرهار، کنړ، لغمان او باميان پوهنتونونو د تقرر او انفکاک ۸ کيسونه او نور متفرقه مالي او اداري مسايل هغه څه وو، چې د يادو مجلسونو پر مهال يې په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو امريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu