د ننګرهار پوهنتون د پلان او پالیسۍ کمېټې غړو د دې پوهنتون له مشرتابه سره غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۳:۳۴
picture

په یاده ناسته کې، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو مرستیال او د پلان او پالیسۍ کمېټې غړو په کې حضور درلود، د پوهنتون د نوي ستراتیژیک پلان د لومړۍ ربعې د تطبیق ارزونې، د پوهنځیو په کچه د جوړو شویو کمېټو د چارو د څارنې، د پوهنتون اوسني عمومي وضعیت او ټاکل شویو موخو ته د رسېدو  د څرنګوالي په هکله بحث او خبرې وشوې.

د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــیـــ/ـــخ انعام الله مدني د پلان په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او ستراتیژیک پلان او د هغې سم تطبیق یې د یوې ادارې د پرمختګ او موخو ته د رسېدو په برخه کې اساس وباله.

نوموړي د پوهنتون په لوړتیا او پرمختګ کې د پلان او پالیسۍ کمېټې د غړو ترسره کړې چارې او غوره پلان جوړونې په برخه کې د هغوی ژمنتیا وستایله او سپارښتنه یې وکړه، چې راتلونکي کې هم د پوهنتون لومړیتوبونو او لنډمهاله او اوږدمهاله موخو ترلاسه کولو لپاره د وخت د غوښتنو سره سمه پلان ګذاري وکړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح د غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د جوړ شوي پلان د تطبیق په برخه کې پرتې ننګونې ژر حل، د پوهنځیو په کچه د پلان او پالیسۍ کمېټو چارې جدي تعقیب او د پلان په تطبیق کې باید بشپړه همغږي رامنځ ته شي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ننګرهار پوهنتون د ستراتیژیک پلان د تائید او منظورېدو له کبله د کمېټې له غړو مننه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د پلان او پالیسۍ کمېټې مشر پوهنمل عبدالهادي زماني د خپلو خبرو پر مهال د یادې کمېټې د تېرو فعالیتونو، راتلونکو پلانونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او د پوهنتون مشرتابه ته یې په راتلونکي کې هم په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu