دطب پوهنځي د کادر بستونو اعلان!
![Picture](/sites/default/files/2024-01/annouce_0_1_1_3_2_2.jpg)
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون رياست اړوند د طب پوهنځي په لاندې خالي بستونو کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:
ټولو په شرایطو برابرو کاندیدانو چې په ذکر شوو څانګو کې یې د لومړي ځل لپاره دوکتورا او ماسترۍ په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای دننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره