ننګرهار پوهنتون کې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ ګټونکي محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې تقدیر شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۱:۲۹
Picture

یاده سیالي د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت په نوښت د لیندۍ په ۲۶ نېټه اخیستل شوې وه، چې د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو څه دپاسه ۵۰۰ تنو محصلینو او ځوانانو په کې ګډون کړی ؤ.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د غونډو تالار کې مراسم جوړ شوي ؤ، چې ددې پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، استادانو او محصلینو سربېره په کې د ولایتي ادارې ځینو مسؤلینو هم برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح د نبوي سیرت د زده کړې او ددغه ډول روزونکو برنامو په ارزښت خبرې وکړې.

نوموړي وویل: دا د هر مسلمان ځوان دنده ده، چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت نه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.

ښاغلي ناصح د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت له مسؤلینو مننه وکړه، چې محصلینو ته دغه ډول روزونکي پروګرامونه دایروي او په راتلونکې کې یې د هغو پر دوام ټینګار وکړ.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي وویل، چې د سیرت سیالۍ له اخیستلو یې موخه د محصلینو او ځوانانو فکري روزنه او د نبوي مبارک سیرت سره بلدتیا ده، چې د اخیستنې لپاره یې د شرعیاتو پوهنځي د استادانو د نظارت لاندې ځانګړې کمېټه ټاکل شوې وه.

نوموړي د پایلو د روڼتیا او شفافیت په اړه ګډونوالو محصلینو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په راتلونکې کې به د محصلینو لپاره د مسلکي زده کړو تر څنګ نور روزنیز پروګرامونه هم دایر کړي.

د ننګرهار ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس م/ولوي محمد طاهر جلالي، د المپیک او بدني روزنې رئیس عبدالسلام وزیروال، د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر او د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مرستیال م/ولوي نجیب الله ثاقب د غونډې نور ویناوال وو، چې د خبرو پر مهال یې محصلین خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړل او د پوهنتون له مشرتابه یې مننه وکړه، چې محصلینو ته د مسلکي زده کړو تر څنګ د دیني زده کړې پروګرامونه جوړوي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د سیالۍ ۵۰ تنو ممتازو محصلینو ته د سیرت کتابونه، لیپ ټاپ کمپیوټرونه، موبایل تلیفونونه، بایسکلونه، ساعتونه، کمبلې او نور جوایز ورکړل شول.

د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د حق المبین کتاب د اخیستل شوې سیالۍ ګټونکو محصلینو ته هم جوایز ورکړل شول.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمر قاري محمد داؤد فیضي په وینا، د حق المبین کتاب سیالي څه موده وړاندې د دوی له خوا د ننګرهار ولایت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د محصلینو لپاره دایره شوې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu