دژبو او ادبياتو پوهنځي د کادر بستونو اعلان!
![Picture](/sites/default/files/2023-05/annouce_0_1_0.jpg)
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام عمومي مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ریاست په لاندې خالي بستونو کې د ازادې سیالۍ ازموينې له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابرو اشخاصو ته اړتیا لري:
ټولو په شرایطو برابرو کاندیدانو چې په ذکر شوې څانګه کې یې د دوکتوراو یا ماسټر په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای له ۱۴۴۴/۱۰/۱۲ مطابق ۱۴۰۱/۲/۱۳ نېټې څخه تر ۱۴۴۴/۱۱/۸ مطابق ۱۴۰۲/۳/۷ نېټې پورې دننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره