د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست ارزوونکي پلاوي د ننګرهار پوهنتون کلنۍ بیاکتنه او ارزونه ترسره کړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۳۱
image

 

د ارزوونکو یاد اته کسیز پلاوی د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي په مشرۍ د مرغومي په ۲۵مه نېټه ننګرهار پوهنتون ته راغلی ؤ، چې د یوې اوونۍ په موده کې یې ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو، څانګو او دیپارتمنتونو، علمي پروګرامونو، ژورنالونو، فوق لیسانس برنامو، اداري، تدریسي او نورو بېلابېلو برخو لیدنه او ارزونه وکړه.

د ارزونې په پای کې راغلي پلاوي د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او د پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو سره مجلس وکړ او د ترسره شوې ارزونې ابتدایي راپور او سپارښتنې یې ورسره شریکې کړې.

د راغلي پلاوي مشر استاد وحیدي د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو مننه وکړه، چې د بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکي پوهنتون په توګه یې د تضمین کیفیت پروسه د معیارونو سره سمه تطبیق کړې او په یاده برخه کې یې زیات کار کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، په ډېرو کمو مواردو کې ځینې نیمګړتیاوې موجودې وې، چې هغه به د نهایي راپور په ترڅ کې د پوهنتون له ادارې سره د پوره کېدو په موخه شریکې کړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو د خپلو خبرو پر مهال د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست د کاري ټیم او راغلي پلاوي مننه وکړه، چې د ارزونې په ترڅ کې یې دوی خپلو نیمګړتیاوو ته ځیر کړل او زیاته یې کړه، چې د ننګرهار پوهنتون رهبري، استادان او ټول منسوبین د تضمین کیفیت ملي پروسې ته ژمن دي او په پوره تعهد او ژمنتیا سره به د یادې ملي پروسې د معیارونو په رڼا کې د پوهنتون د علمي او تدریسي کیفیت د ښه والي او د بشپړ اکاډمیک اعتبار ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu