د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د نهايي سمستر ازموينې به د لیندۍ په ۵مه نېټه پيل شي.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۹:۹
image

 

د لوړو زده کړو وزارت د رالېږلې طرحې او د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې له مخې به ددې پوهنتون د روان تحصيلي کال د دویم سمستر ازموينې د لیندۍ په ۵ مه نېټه پيل او د یادې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

د علمي شورا په یاده کاري ناسته کې، چې د لړم په ۲۶مه نېټه د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د یادې پرېکړې سربېره په یو شمېر نورو علمي او تدریسي موضوعاتو بحث او خبرې- اترې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال په تېره یوه میاشت کې د پوهنتون ادارې د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د شورا غړو ته معلومات ورکړل.

نوموړي دغه راز د تضمین کیفیت پروسې او HEMIS سیستم تطبیق، چاپېریال ساتنې او راتلونکو ازموینو د شفافې اخیستنې په اړه د پوهنځیو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې، چې د هغوی له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال سید محمد قاسم هاشمي د پوهنځیو د مسؤلینو او استادانو مننه وکړه، چې په کمه موده او نشتو امکاناتو یې د دویم سمستر تدریسي پروسه په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

ورپسې د ۱۳ګونو پوهنځیو رئیسانو په تېر سمستر کې د کریکولم د تطبیق راپورونه د پوهنتون د مشرتابه او د شورا له غړو سره شریک کړل، چې د هغوی له خوا مثبت ارزیابي شول.

په پاى کې د شورا د غړو له خوا د ننګرهار پوهنتون د استادانو د علمي ترفيعاتو ۵، ارتقاء ۲ او د تقرر او انفکاک ۱۲ کيسونو او ځینو نورو مسایلو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu