د پوهنځیو په کچه د الکترونیکي زده کړو کمېټو مسؤلینو ته یو ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۵۵
Picture

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په نوښت د ۱۳ ګونو پوهنځیو د الکترونيکي زده کړو کمېټو مسؤلینو ته د هغوی د ظرفیت لوړونې او انلاین زده کړو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو، تخنیکي او عملي زده کړو په موخه د پوهنتون په (PDC) مرکز کې دایر شو.
د ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د ورکشاپ په موخو، الکترونیکي زده کړو اهمیت او ګټو خبرې وکړې او یاد ورکشاپ یې د پوهنځیو په کچه د انلاین زده کړو په اغېزمنتیا کې مهم  وباله.
نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د ورکشاپ د محتوا پر مسایلو ځانونه پوره اګاه او د کورسونو ثبت پر مهال ټول اصول او کیفیت په پام کې ونیسي، چې د انلاین زده کړو څخه د محصلینو رضایت ترلاسه شي.
د یاد یو ورځني ورکشاپ د روزنې چارې د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې مشر او د ساینس پوهنځي استاد پوهنمل عارف الله ضیاء له لوري پر مخ وړل کېدې،چې پرمهال یې د انلاین زده کړو سیستمونو، ډولونو، کیفیت، مېتودونو، حالتونو، د تدریس او زده کړې ډیجیټلي وسایلو، درسي موادو چمتو کولو، د تدریس طریقو، ویډیویي کلیپونو ځانګړتیاوو، د ثبت اړینو وسایلو، چاپېریال، محصلینو ته کورنۍ دندې ورکولواو ارزولو، ازموینې اخیستلو او د انلاین زده کړو یو شمېر سایټونو او کورسونو اړوند معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.
د ورکشاپ په پای کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال له لوري د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د هندي څانګې آمر پوهندوی دوکتور ذبیح الله فکري ته د (هندي الفباء) تر عنوان لاندې مضمون د انلاین کورس د ثبتولو او بشپړولو له کبله ستاینلیک ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu