لرليد،مأموریت او موخې
لرليد
ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په سیمه کې ځانګړی باور ترلاسه کړي.
ماموريت
ننګرهار پوهنتون ویاړي چې د هېواد او سیمې په کچه په بېلابېلو مسلکونو کې وړ او معیاري کادرونه روزي، چې د خپلو وړتیاوو او کاري مهارتونو پر مټ په هېواد او سیمه کې شته ستونزو ته حل لارې ولټوي او په پرمختګ کې یې رغنده ونډه ولري.