ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.
د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.
په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټه د امام ابوحنیفه (رحمه الله) تالار کې پرانیستغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره په کې د ازموینو عمومي ادارې څخه د راغلي هیئت غړو برخه لرله.
غونډې ته د وینا پرمهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د ممتحنه هیئت غړو او استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ازموینې شفافیت ته د ځانګړې پاملرنې ترڅنګ ګډونوالو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي، څو حق حقدار ته وسپارل شي.
د ازموينو عمومي ادارې څخه د راغلي هیئت مشر احمد نويد نوري د غونډې بل ویناوال و، چې د ازموینې په اړه د لنډو معلوماتو ورکولو سربېره یې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون له استادانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.
د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني او د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د ازموینو عمومي ادارې د مسؤلینو په ملتیا د ازموینې بهیر څخه لیدنه وکړه.
د کانکور یاده ازموینه، چې هره ورځ د دې پوهنتون په پنځو حوزو کې د (۱۵۰) تنو استادانو له خوا اخیستل کېږي، دوه نورې ورځې (جمعه او شنبه) به هم دوام وکړي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
