ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ (OBE-SCL) تدریسي تګلارو د زده کړې ۱۲ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۷:۱۳
image

 

یاد ورکشاپ د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) په نوښت د سپین غر لوړو زده کړو موسسې استادانو ته جوړ شوی ؤ.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د ورکشاپ د پای مراسمو کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ تدریسي تګلارو په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون اداره هڅه کوي، چې د تدریس د دودیزو تګلارو پر ځای نړیوالې معیاري تګلارې عامې کړي.

ښاغلي کډوال د مسلکي زده کړو د پرمختیايي مرکز مسؤلینو او د ورکشاپ د روزونکو استادانو څخه د مننې تر څنګ له برخوالو استادانو غوښتنه وکړه، چې ترلاسه شوي مهارتونه د خپلو اړوندو پوهنځیو او څانګو له استادانو سره هم شریک کړي.

د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر سبحان الله حمیدي د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه مننه وکړه، چې تل یې له دوی سره اکاډمیکه مرسته کړې او په راتلونکې کې یې هم د ورته همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون د رهبري هیئت له خوا ګډونوالو استادانو ته سندونه او د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د مشرتابه له خوا د PDCمرکز مسؤل پوهنیار محمد مالیار رحماني او د ورکشاپ روزونکو استادانو پوهنمل دوکتور مسعود موحد او پوهنمل جاوید صاحبزاده ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۱:۵۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې (له شمېرو څخه تر بصیرته) سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

یاد سیمینار د جرمني هېواد د هېلمټ شمېډټ پوهنتون د الکترو مقناطیسي ساحو د څانګې د دوکتورا دورې افغان څېړونکي او ساینسپوه دوکتور محمد فرهاد ځاځي له خوا د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب سیالي ترسره شوه.

یاده سیالي د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت ددې پوهنتون په لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو څه دپاسه ۱۵۰۰ تنو محصلینو او ځوانانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي مرکزي کمېټې د دې کمېټې د مشر پوهندوی دوکتور همایون حامد په مشرۍ زراعت پوهنځي کې غونډه وکړه، چې پر مهال یې د پوهنتون او پوهنځیو په کچه په یو لړ فرهنګي او کلتوري. . .

BACK TO NEWS

User account menu