ننګرهار پوهنتون کې د ماسترۍ دورې لپاره له ۷۰۰ تنو کاندیدانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۲۲:۶
picture

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، له یادې ډلې به ۲۷۰ تنه ددې پوهنتون د ماسترۍ دورې ۹ برنامو ته لار پیدا کړي.
یاده ازموینه نن ورځ (یکشنبه) د وږي په ۱۱مه نېټه د ماسپښین په دوه نیمو بجو د ننګرهار پوهنتون او د ازموینو ملي ادارې له خوا ددې پوهنتون په  شرعیاتو پوهنځي کې پیل شوه. 
په همدې مناسبت د شرعیاتو پوهنځي د امام ابوحنیفه (رح) د غونډو په تالار کې پرانیستغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره په کې د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي غړو او مسؤلینو برخه لرله.
غونډه د ننګرهار پوهنتون د رئیس شیخ انعام الله مدني په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل: د کانکور په نننۍ ازموينه کې به د لیسانس دورې د ۷۰۰ تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي، چې له دې ډلې به ۲۷۰ تنه د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ دورې ۹ برنامو ته لار پیدا کړي.
ښاغلي مدني زیاته کړه: د پوهنتون ادارې د ازموینو ملي ادارې د راغلي پلاوي سره په ګډه د ازموینې د روڼتیا لپاره ټول اړین تدابیر نیولي او ممتحنو استادانو ته یې په شفافه توګه د ازموینې اخیستلو سپارښتنه کړې ده.
د ازموينو ملي ادارې د مالي او اداري چارو رئیس م/ولوي معلم احمد حـ/قاني د کانکور ازموینې په اړه د لنډو معلوماتو ورکولو سربېره د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون له استادانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.
د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي د غړو په ملتیا د ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه او ممتحنو استادانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د اصولو سره سمه ازموینه واخلي او ګډونوالو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu